- مطابق
خبر:
په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې سفير فرانس مايکل ميلبين په يوه ټلوېزيوني مرکه کې ويلي چې: "د واک تر حد زيات تمركز په محلي كچه ولسواكۍ ته زيان رسولى دى". هغه زياته کړې وه؛ "چې ډېری خلک پر دې باور دي چې په افغانستان کې يو غير متمرکز نظام رامنځته او سيمه ييزه ډيموکراسي پياوړې شي". دې ته ورته د امريكا د كانګرس غړي ډانا روراباكر يو ځل بيا په «ده نشنل انټرسټ» ویبپاڼه کې د يوې مقالې په ترڅ کې ليکلي؛ چې امريكا بايد پرېکړه وکړي چې د مركزي نظام پرځاى د فدرالي نظام لپاره زمينه برابره كړي. همداراز د جان کيري د «ملي وحدت» د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل په واټونو او څلور لارو کې له خپلو تصويرونو سره «په نظام کې د بدلون پر اړتيا» د ټينګار او غوښتنې پيغامونه خپاره کړي دي.
تبصره:
په ټوله کې داسې ښکاري چې د ډانا روراباکر، فرانس مايکل ميلبین او د جان کيري د دوه سري حکومت اجرائيه رييس څرګندونې په لنډ مهال ولس ته کاذبې هيلې او په اوږده راتلونکې کې د افغانستان او سيمې لپاره د تجزيې تر بريده د يوې خونړۍ سناريو د پيل خبرداری ورکوي، چې استعماري قدرتونه د خپلو ګټو سره سم ورته عامه افکار او ټولنيز احساسات برابروي. ځکه تقريباً درې کاله وروسته هم د «ملي وحدت» حکومت تر نامه لاندې د جان کيري د جوړ جاړي نسخه لا نه ده عملي شوې او آن هره ورځ د ولس ترمنځ د قومي، نژادي او ژبني درز او وېش د لا زياتېدو او واټن لامل کيږي. ولس بايد اوس د خپلې عملي تجربې له مخې هم دا ومني، چې جان کيري د افغانستان پر مسلمانانو باندې د واکمنۍ يوه غير عملي حل لاره، مګر د امريکا د اوږدمهاله استعماري ګټو لپاره ستراتيژيکه او عملي طرحه تطبیق کړې ده، ترڅو يو وېشلی، ضعيف، محتاج او په کورنيو کړکېچونو ککړ حکومت رامنځ ته کړي او د راتلونکې لپاره د افغانستان مسلمانان سره ووېشي. له همدې امله د «ملي وحدت» د حکومت د واکمنۍ هره شېبه پر افغان ولس باندې د نوي ناورين پيل دی.
د جمهوري رياست لپاره د وروستيو ډيموکراتيکو ټاکنو رسوايۍ او د اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د ناروا اختلاف لپاره د ښکېلاکګر جان کيري درېيمګړيتوب خلکو ته ثابته کړه، چې اشرف غني او عبدالله دواړه د خپلو قومونو، هم ژبو او هم نژادو د ګټو تر نامه لاندې د خپلو امريکايي او اروپايي بادارانو د ګټو د خونديتوب لپاره يو له بل سره ښکر اړم کړي وو. نو کله چې د هغوی باداران په معامله کې سره جوړ شول، نو د دوی ترمنځ جوړجاړی هم په ډېره آسانه توګه ترسره شو.
هغوی د خپلو بادارانو د ګټو پر سر د اختلاف له امله يرغلګر او ښکېلاکګر کافر او د لانجې اصلي اړخ جان کيري حَکَم او درېيمګړی وګرځاوه. په داسې حال کې چې د کافرو يرغلګرو او ښکېلاکګرو حَکَميت يا درېيمګړيټوب همېشه د اسلامي امت لپاره له نفاق او خيانت څخه ډک وي او هېڅکله مسلمانانو ته خيرښېګڼه نه شي راوړلای.
له همدې امله د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس ته اړينه ده چې د هرڅه د مخه بايد د دغو لاسپوڅو او خاينو چارواکو هويت وپېژني، چې د خپلو بادارانو د ګټو لپاره د مسلمانانو تر منځ قومي، ژبنی او نژادي تفرقه او اختلاف رامنځ ته کوي او ورپسې بايد د هغوی فکري او سياسي ضَعف او انحطاط تشخيص کړي؛ چې د الله سبحانه وتعالی «قرآن» او رسول صلی الله علیه وسلم «سنتو» او اسلامي سرچينو پر ځای خپلې ستونزې او اختلافات يرغلګرو او ښکېلاکګرو کفارو ته د حل په موخه وړاندې کوي. په داسې حال کې چې مسلمان ته جايزه نه ده، ترڅو خپلې ستونزې د کفارو پر حَکميت او درېيمګړيتوب حل او فصل کړي.
بل پلو د افغانستان مسلمانان بايد د خپل سياسي لرليد زاويه د اسلامي عقيدې له غوښتنې سره سمه د ټول اسلامي امت او حتی بشريت تر کچې پراخه کړي. ځکه يوازې هغه مهال کولای شي په ډېره ژوره توګه په اسلامي امت کې د بېلابېلو سېکولر نظامونو لکه؛ متمرکز «رياستي»، غير متمرکز «پارلماني او فدرالي»، پاچاهي او ديکتاتوري نظامونو تجربې مطالعه کړي او وګوري چې دغو ټولو نظامونو اسلامي امت ته تر اوسه څه ورکړي دي؟! آيا هغوی ته يې سوله، ثبات، هوساينه او ډاډ راوړی، که جګړه، کړکېچ، ناورین او نا امني؟! په دې اړه د ايران «اسلامي» جمهوريت، د سعودي پاچاهي رژيم، د سوريې ديکتاتوري او د پاکستان فدرالي نظامونه تر ټولو غوره بېلګې دي، چې څه ډول د خپلو وګړو د چارو سرپرستي کوي او د خپلو مسلمانو ګاونډيانو حق څنګه ادا کوي؟!
نو ډيموکراسي که د متمرکز او يا غير متمرکز نظام له لارې پلې شي، بيا هم د مسلمانانو د شته ستونزو حل لاره نه ده. ځکه پر څه چې مسلمانان باور لري، هغه له کپيټاليزم او ډيموکراسۍ سره تناقض لري. له همدې امله په هېڅ اسلامي خاوره کې مسلمانان پر واکمن نظام باندې باور نه لري او نه هم پر هغوی باندې واکمن نظامونه، د دوی د چارو سرپرستي کوي، بلکې د مسلمانانو د وينو، شتمنيو او نواميسو په بيه يوازې خپلې او د خپلو ښکېلاکګرو کافرو بادارانو ګټې خوندي کوي. نو له همدې امله راپاڅئ او د اسلام د سپېڅلي دين پر بنسټ، د کمونيزم په څېر کفري ډيموکراسۍ ته نه ووايئ او د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسيس لپاره حزب التحرير ته لاسونه ورکړئ، ځکه د اسلام له مبارک دين سره د تناقض تر څنګ مو ډيموکراسي اوس تر پنځلسو کلونو ډېره د يوه نظام په توګه تجربه کړه. کومه خير ښېګڼه؛ سوله، ثبات، هوساينه او ډاډ مو په ژوند کې احساس کړ؟! بلکې ژوند مو لا ډېر د ترور، وحشت، فحشا، فساد، وېش فتنې او قتل په واسطه له تهديد سره مخ شو، نو که د الله سبحانه وتعالی دين او د هغه حل لارو ته ور ونه ګرځئ؛ دغه سناريو ورځ تر بلې خطرناکه او لاپسې خونړۍ کيږي.
﴿... وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ... ﴾ ) آلعمران: ١١٨(
هغوی ستاسو په اړه له هېڅ راز شر او فساد څخه ډډه نه کوي، هغوی خوښوي ترڅو تاسو په رنځ، سختۍ او زحمت کې وئ. د دښمنۍ «نښې» يې له خولو «خبرو» څخه ښکاره شوې دي؛ او څه چې په زړونو کې پټوي هغه تر دې هم لوی او مهم دي.
سيف الله مستنير
د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس